لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی


په داسی حال کې چې افغانستان دولسی جرگی او دولایتی شوراگانو دانتخاباتو لپاره تیاری نیسی، تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی . دافغانستان دچاروماهران او امریکائې مامورین وائې، دا داسی یوشی دی چې توقع ئې کیدله . افراطی طالبانو دنومونو دثبتولو په مرکزونو حملی کوی او په تیره یوه میاشت کې دانتخاباتو دچارو لږترلږه دری کارکونکی وژل شویدی . دامریکائې قواو په خلاف حملی هم زیاتی شویدی. لږترلږه نولس ١٩ امریکائې عسکر پدی وروستیو وختو کې وژل شویدی . دامریکا ددفاع وزارت تیره هفته اعلان وکړ چې افغانستان ته یوکنډ پلی عسکر لیږی . دامریکا غږ خبریالې ‏‎ امی کاڅ‏ پدی باره کې دا رپوټ رالیږلی دی .

مشکوکو یاغیانو دجون په اته ویشتمه ‏ ٢٨ ‏ دکنړ په غرونو کې یو هلیکپټر راغورځاولی ؤ چې شپاړلس واړه کومانډو عسکر پکې ووژل شول .دری نورامریکائې عسکر په همدی سیمه کې وژل شوی ؤ. امریکا پدی وروستیو وختو اعلان وکړ چې افغانستان ته اوه سوه ‏‎ ‏ عسکرلیږی چې دتروریزم په خلاف وجنگیږی او دسیپټمبر دمیاشتی دپارلمانی انتخاباتو نه دمخه دامنیت غم وخوری .ددفاع دوزارت د نطاق لارنس دیریتا په قول دامریکا دمرکزی قوماندانی قوماندان جنرال جان ابی زید داضافی عسکرو غوښتنه کړیده . هغه داکار پخوا هم په افغانستان او عراق دواړو کې دتیروانتخاباتو نه دمخه کړی ؤ پدی لحظه کې هغه فکر کوی چې دانتخاباتو په وخت کې یو څه اضافی عسکرباید وی او موږ دجنوری په میاشت کې په عراق کې دا کارکړی ؤ او په افغانستان کې مو دډیسمبر په میاشت کې عینی کار سرته رسولی ؤ. دامریکا دلوی درستیزانو دکمیټی رئس جنرال ریچرډ مائرز په افغانستان کې دنولسو ‏‎ ١٩ ‏‎ امریکائې عسکرو وژل کیدل یوه ټراژیډی وبلله . هغه داهم وویل، تراوسه په افغانستان کې دطالبانو پاتی کسان شته دی چې کوښښ کوی دپارلمان راتلونکی انتخابات گډوډ کړی . جنرال مائرز وائې زما په گمان ددی تاثیر دولسی جرگې او دولایتی شوراگانو په انتخاباتو باندی په هیڅ حساب دی . دابه دتیر وخت په شان وی . انتخابات به په کامیابی سرته ورسیږی او موږ به په افغانستان کې پارلمان ولرو او په دغه هیواد کې به ډموکراتیک پرمختگ دوام لری . دافغانستان دچارو ځینی ماهران دغه حالت ته بیا دبل اړخ نه گوری . ددغو ماهرانو نه یوئې ماروین وائن بام دی . دی په واشنگټن ډی.ثی. کې دمنځنی ختځ په مؤسسه کې په تحقیق اخته دی او وائې، طالبانو تریووخته پوری حضور درلود مگرښائې چې دیو څه اثر رسوخ لپاره بیا کوښښ وکړی .پروفیسر ماروین وائن بام وائې: ٢ طالبان دتیر اکټوبر دجمهوری ریاست په انتخاباتو کې دومره فعال نه ؤ او دوی مات شوی گڼل کیدل نوزه فکر کوم چې دوی اوس غواړی خپل ځان بیاراڅرگند کړی . او ځکه نو داخبره شته دی مگر ددوی اجنډا داده چې په مرکزی حکومت او بین المللی ټولنه باندی باورکم کړی . ډاکټر وائن بم دا هم وائې، حتئ که دتیر کال دجمهوری ریاست دانتخاباتو په څیر دغه انتخابات هم په سوله یزه توگه او ارامی سره تیرشی خوبیاهم پدی باره کې اندیښنه شته دی چې نوی پارلمان به ورځنی کارونه سرته ورسوی اوکه نه .ددی یودلیل دا کیدی شی چې مرکزی سیاسی گوندونه نشته دی او جمهوررئیس حامد کرزی سیاسی اساس ندی ایښی . هغه وائې، بله اندیښنه داده چې که ملی پارلمان فلج شی او کیدای شی هغو جنگ سالارانو او نورو لاس ته ورشی چې لاتراوسه اثررسوخ لری . ددوی دپیسو او قدرت اصلی منبع دغیر قانونی مخدره موادو تجارت دی چې تراوسه افغانان ورته جلب یږی . ښاغلئ ماروین وائې، تراوسه پوری دډیرو خلکو لپاره دا مشکل ژوندی دی . البته دی کار ډیر خلک کرهڼی ته تشویق کړیدی چې کوکنار وکری څوحالت ئې ښه شی مگر پدی ساحه کې دکرزی حکومت کوښښ کوی چې په دوی باندی دا لاره بنده کړی او بین المللی ټولنه هم دکابل پر حکومت باندی پدی برخه کې فشارراوړی . پروفیسر وائن بام وائې، هرڅوک دامنی چې افغانستان په اوږده موده کې دانشی زغملی چې اقتصاد ئې د غیر قانونی مخدره موادو په قاچاق باندی ولاړوی . مگرهغه خبرداری ورکړچې دکوکنارو دکرکیلی د له منځه وړل باید په ډیر احتیاط سره پلان شی که نه نو کیدای شی چې حکومت بی ثباته کړی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG