لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مامورین وایی د امریکا اردو نیول شوي افغانان خوشی کړی دي


افغان مامورینو وویل چی د امریکا اردو شپږ افغان کلیوال چی پرون د تلاشی په وخت چی عسکرو ه کوم ځای کی د بم جوړولو مواد پیدا کړل نیول شوي وو بیرته خوشی کړی دي . دا تلاشی د بگرام په هوایی اډه کی وشوه چی ورسره ځیني خلک هم ونیول شول چی دې کار په سل هاوو محلی خلک مظاهروته را وپارول او ددغو نیول شوو کسانو د خوشی کیدو غوښتنی یې کولې . هغوی وویل چی امریکایی قواو د محلی خلکو سره صلا مشوره ونه کړه او دا سړي یی ونیول . امریکایی عسکرو د بگرام د هوایی اډې نه دباندی وروسته له هغه د خبر داري ډزي وکړې چی ځینو مظاهره چیانو امریکایی عسکری موټر په ډبرو وویشتل او کوشش یې وکړ چی ځانونه د اډې بهرنۍ دروازې ته ورسوی . د تلفاتو کوم رپوټ نه دی ورکړه شوی . د امریکا اردو وویل چی په نیول شوو کسانو باندی دا شکونه وو چی د امریکا په مشري قواو باندی یې د حملو پلانونه جوړول . د بگرام دا پېښه په داسی حال کی کیږی چی په افغانستان کی د سیپټامبر په میاشت کی پارلمانی انتخابات کیدونکي دي او د همدا اوس نه لا تشدد زیات شوی دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG