لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایټالیې په افغانستان کی د ناتو د قواو قوماندانی په غاړه واخیستله


په افغانستان کی د ناتو د سوله ساتونکو قواو قوماندانی د ترکی قواو نه ایټالوی قواو ته سپارل شوې ده . نن په کابل کی د خاصو مراسمو په ترځ کی د ٨٠٠٠ کسیزي بین المللی قوې یا آیساف کنټرول د ترکي قوماندان نه ایټالوي قوماندان ته وسپارل شو . په شمالی اروپا کی د ناتو د قواو قوماندان جنرال گیرهارد بیک وویل چی آیساف قواوي دې ته تیاری دي چی د بل کال تر پای پوری په ټول افغانستان کی د امنیتی چارو مسئولیت په غاړه واخلی . دغه قواوي اوس هم په کابل او د افغانستان په شمالی او غربی سیمو کی امنیت ساتی . هغوی په نظر کی لری چی دا شمیر یې زیات شی او د ملک په جنوب کی چی حالات یې چندان ښه نه دي د بل کال په سر کی د امریکا په مشري ائتلافی قواو ځای ونیسی او بیا ورو ورو ختیځو خواو ته هم خپرې شی . د ناتو سوله ساتونکي قواوي به همداراز په افغانستان کی د پارلمانی انتخاباتو د پاره چی د سیپټامبر په ١٨ مه کیدونکی دي هم امنیت برابروی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG