لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان جمهور رئیس د خلکو نه وغوښتل چی بله میاشت په پارلمانی انتخاباتو کی په رای گیري کی برخه واخلی


افغانان نن د خپلواکۍ ورځ لمانځی او جمهور رئیس حامد کرزي هم وینا وکړه او په هغې کی یې پارلماني انتخابات چی بله میاشت کیدونکي دي وستایل او هغه یې د افغانستان په تاریخ کی بیساري وبلل . هغه نن د کابل په ملی سټډیوم کی یوې غونډي ته وویل چی په ٢٠٠١ کال کی د طالبانو د سقوط نه وروسته اوس خلکو ته ددې موقع برابره شوې ده چی دیموکراسی بشپړه کړی . هغه د ټولو افغانانو نه وغوښتل چی هغو کاندیدانو ته رایی ورکړی چی د خپل دین ، خپل ملک ، ملی یو والی او د اساسی قانون ملاتړ کوی او غواړی چی د خپلو وطن والو خدمت وکړی . په افغانستان کی د سیپټامبر په ١٨ مه پارلمانی انتخابات کیدونکي دي او یاغي طالبانو گواښ کړی چی دا انتخابات به گډوډ کړی . هغوی دا شپږ میاشتی کیږی چی په حملو یې شروع کړې ده . جمهور رئیس کرزي دغه یاغیان په دې غندلي دي چی بیگناه خلک وژنی او هغوی یې دافغانستان د پرمختگ دښمنان بللي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG