لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغاني مهاجرینو د کمپونو د تړلو مهلت یو څه نور هم اوږد کړی دی


پاکستان د افغانستان سره په سرحدی سیمو کی د افغاني مهاجرینو د کمپونو د تړلو وخت یو څه نور هم ځنډولی دی . ټاکل شوې په دغو کمپونو کی څه د پاسه سل زره کسه بیرته خپل ملک افغانستان ته ولیږل شی . د پاکستان حکومت غوښتل دغه کمپونه د آگسټ تر ٣١ می پوری چی دا نن ورځ وه وتړی مگر د پاکستان د حکومت یوه مامور د رویتر خبری آژانس ته وویل چی دئ به دا کار تر هغو وځنډوی چی فرد فرد ددغو مهاجرینو نه بیرته خپل هیواد ته ولیږل سی . پاکستان ویلی و چی د کرم او باجوړ د سیمو کمپونه به وتړی او دا اعلان یې له هغو را پیدا شوو اندېښنو نه وروسته وکړ چی نه چی د القاعده مبارزین په دغو کمپونو کی ځانونه پټ نه کړی او د هغو نه په دواړو ملکونو کی حملې ونه کړی . پاکستان ، افغانستان اود ملگرو ملتو د مهاجرو ادارې ددوشنبې په ورځ موافقه وکړه چی دغه افغانان دی د ٢٠٠٦ کال د ډیسیمبر تر میاشتی پوری په دې کمپونو کی پاته وی .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG