لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طوفان ځپلو سره د لس نیم ملیارډو ډالرو مرسته


د متحده ایالاتو کانگریس خپله د وړی رخصتی را لنډه کړې چه د کاترین په نامه طوفان ځپلو سره د لس نیم ملیارډو ډالرو مرستی په منظورولو باندی کار وکړی. د مشرانو جرگې دا پیسیې تیره پنجشنبه تصویب کړې او توقع ده چه ولسی جرگه هم دا کار نن وکړی. د یبرا ټېټ همدلته په واشنگټن کی دا رپوټ برابر کړی دی. جمهور رئیس بوش د پنجشنبې په ورځ د امریکا په جنوب کی

د مکسیکو د خلیج په غاړه پرتو ایالتونو سره د تباهی د جبران دپاره د لس نیم ملیونو ډالرو مرستی غوښتنه وکړه. څرنگه چه د کانگریس اکثره غړی تر اوسه په خپلو سیمو کی په رخصتۍ کی دی. د کانگریس غړو موافقه وکړه چه په غیاب کی رای ورکولو طریقې نه استفاده وکړی چه ژرترژره دا قانونی مسوده بیله کوم مخالفت نه تصویب شی. د مشرانو په جرگه کی د اکثریت مشر، د جمهوری غوښتونکی گوند غړی ‏بیل فرست په دې خبره چه دا مرسته څومره عاجله ده تاکید وکړ او ویې ویل: خلک اوس هم بند پاته دی او نور یې حوصله مخ په خلاصېدو ده او دوی زمونږ مرستی ته ضرورت لری. په مشرانو جرگه کی د دیموکراتانو مشر سناتور هېری ریید هم دا خبره وکړه او ویې ویل: په راتلونکو څو ورځو کی د کانگریس په مخ کی د سیلاب ځپلو سره د د کومک کولو نه پرته هیڅ بله موضوع دومره مهمه نه ده. د دغی مرسته لس ملیارډه ډالره د فدرالی حکومت د عاجلو مرستو ادارې ته ورکول کیږی او پنځه سوه ملیونه ډالره د دفاع وزارت ته ورکول کیږی چه سیلاب ځپلو ته مرسته ورسوی. کله چه په راتلونکو څو هفتو کی د سیلاب د تاوان دقیقه اندازه معلومه شوه توقع ده چه د بوش حکومت د کانگریس څخه نوره مرسته وغواړی. د کاترین په نامه طوفان د دوشنبې په ورځ د امریکا جنوبی ساحلی سیمی لاندی کړې او گومان کیږی چه په زرگونو خلک وژل شوی او په لسگونو زره نور خلک بیله خوړو، اوبو، سرپناه او طبی مراقبت نه په سیلاب ځپلو سیمو کی بند پاته دی. د مشرانو جرگې غړی تاد کوچران د میسی سی پی د ایالت نه کتنه وکړه او وې ویل چه وضع ډیره خرابه ده. کله چه کانگریس نن دا مرسته تصویب کړه وروسته به یې جمهور رئیس لاس لیک کړی. کانگریس خپله غونډه رسما د سې شنبې په ورځ پیل کوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG