لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برمته شوی بریتانی او د هغه افغان ترجمان څرک


افغان مقامات وائې، دوی دهغو وسله والو کسانو څرک لگولی دی چې دبریتانی یومحافظ او دهغه افغان ترجمان ئې برمته کړیدی. دوی وائې، ډیر ژربه ددغو وسله والو کسانو سره دلیدلو لپاره یوهیآت واستوی. دغه دوه کسان وروسته له هغی برمته کړی شول چې ددوی په کتارباندی حمله وشوه . په دغه حمله کې دری افغان پولیسان چې ددوی دکتار بدرگه ئې کوله ووژل شول. دفراه والی عزت اله واصفی وائې، گمان کیږی چې دغه وسله وال کسان ددوی یرغمل دبالا بلوک دزرکوه په لیری پرته غرنی سیمه کې وی . هغه وویل، دقبائلی مشرانویوهیآت دغې سیمی ته لیږی چې دبرمته کونکوسره خبری وکړی او ددوی غوښتنی به ځان ته معلومی کړی . یوکس چې ځان دطالبانو نطاق معرفی کوی، وائې، دهغه ډلې دغه بریتانوی تښتولی دی . مگردافغانستان دکورینوچارو وزارت وائې، جنابتکاران ددغو کسانو دتښتولو مسؤل دی که څه هم چې دوی به دطالبانو لپاره کارکوی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG