لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ريس جمهور بش لخوا د روژی د مبارکی مياشتی مبارکي


زه او زما میرمن لارا د متحده ایالاتو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د روژې مبارکی وایو. د روژې میاشت چه قران مجید پر پیغمبر محمد علیه سلام باندی پکی نازل شوی د مسلمانانو د کال تر ټولو مبارکه میاشت ده . دا د تفکر، د خوراک څښاک څخه د پرهیز، د ذکات او هم د معنوی نمو او عبادت وخت دی. دا همدارنگه داسی وخت دی چه د نادارو کسانو په فکر کی و اوسو او د هغو کسانو سره چه مرستی ته ضرورت لری د خدای نعمات شریک کړو. د تاریخ په اوږدو کی امریکا د مختلفو ادیانو په سهم اخیستو سره تبرکه شوې. زمونږ مسلمانو امریکایانو په خپلی عقیدې، سخاوت او غمخوری سره زمونږ د ملک په قوی کولو او امیدواری کی کومک کړی. دا روژه دې د متحده ایالاتو اود نړۍ د مسلمانانو دپاره مبارکه روژه وی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG