لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کی  په هغو  نښتوکی چی پړه یی پر طالبانو اچول شوی ده د پولیسو د قوماندان  او د خیریه کارکونکی په شمول څلور تنه  وژل شوی دی


د نیمروز د ولایت د پولیسو قوماندان حاجی نفس خان د سړک په غاړی د بم په چاودنه کی چی یاغی طالبانو ورته ایچی و ووژل شو . د ښاغلی خان یوه همکار هم ورسره وژل شویدی. د فاریاب په ولایت کی د خیریه چارو یو کارکونکی د یوی ناڅاپی حملی په ترڅ کی وژل شوی دی. په یوه بله حمله کی چی د سړک د غاړی د بم چاودنه وه د کنړ د ولایت د استخباراتو یو مامور وژلی دی. په عین وخت کی نن جمهور ریس حامد کرزی د امریکایی عسکرو هغه قصدی عمل وغانده چی د طالبانو دوه مړی یی سوځولی و . ددی مړو د سوځولو صحنی د چهار شنبی په ورځ د استرالیا په تلویزیون کی وښودل شوی. جمهور ریس کرزی وویل چی په جنگ کی غلطی او اشتباهات کیږی او افغانان باید پدی کار دا موقع برابره نکی چی د امریکا نوم او حیثیت ته تاون ورسوی . د امریکا پوځی قواوی او د افغانستان د حکومت پوځی قواوی دواړو ددی پیښی په باب تحقیقات پیل کړی دی .

XS
SM
MD
LG