لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ژورنالستانو د دفاع بین المللی موسیسې سی پی جې د پاکستان د حکومت نه غوښتی دی  چی په  قبایلی سیمه کی د تښتول شوی ژورنالست په لټون کی  دی جدی گامونه واخلی


د ژورنالستانو د دفاع بین المللی موسییس سی پی جی د پاکستان د حکومت نه غوښتی دی چی په قبایلی سیمه کی د تښتول شوی ژورنالست په لټون کی جدی گامونه واخلی. دا خبریال هغه سیمه کی تښتول شویدی چرته چی د پاکستانی حکومت په قول د القایده مهم غړی هم وژل شوی وو.

د ژورنالستانو د دفاع دغه موسیسه چی په نیویارک کی دفتر لری د پاکستان د حکومت نه غوښتی دی چی د شمالی وزیرستان په سیمه کی اړمه ورځ برمته شوی ژورنالست حیات ا خان د موندلو دپاره د هر ممکن وسیلی نه کار واخلی.

قبایلی ژورنالست حیات ا خان د اردو ورځپاڼی اوصاف او یو اروپایی خبری اژانس سره کار کولو او وایی چی ده دهغه راکټ عکسونه هم اخیستی وو چی د محلی خلکو په وینا د القایده مهم غړئ ابو ‏ حمزه رابی پری د هیلی کاپټر نه وار شوی رااکت باندی وژل شوی وو.

د حیات ا خان دغو عکسونو د پاکستان د حکومت هغه د عوی ناقضی کړیدی چی وایی ابو حمزه پخپله په خپل کور کی دننه شوی چاودیدنکو موادو د چاودلو سره مړ شویدی. او ورسره نور څلور تنه هم مړه شویدی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG