لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال ډیک چینی  افغانستان ته سفر کوی


د امریکا د جمهور رئیس د مرستیال ډیک چیني دفتر اعلان وکړ چی ښاغلئ چیني افغانستان ته روان دی چی د هغه هیواد د نوي دیموکراتیک انتخاب شوي پارلمان په افتتاحیه غونډه کی د امریکا نمایندگي وکړی . د ښاغلي چیني دفتر په یوه بیانیه کی وویل چی ښاغلئ چیني به سبا ددوشنبې په ورځ ددې غونډي په جریان کی حاضر اوسی . هغه به دغه راز د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي سره هم وگوری او امریکایی عسکرو ته به د رخصتیو د ورځو له کبله خپلي ښې هیلي څرگندي کړی . ښاغلئ چیني به د افغانستان څخه پاکستان ته ولاړ شی او بیا به سعودي عربستان ، مصر او ‏عمان ته چی دا ټول د تروریزم سره په جگړه کی د امریکا متحد هیوادونه دي هم سفر وکړی . د ښاغلي چیني دفتر دا هم وویل چی په پاکستان کی به هغه د زلزلې ځپلو خلکو سره د امریکا د مرستو جاج هم واخلی . ټاکل سوې ښاغلئ چیني به په سعودی عربستان ، مصر او عمان کی ددغو ملکونو د مقاماتو سره د آزادۍ او تروریزم سره په جگړه کی د جمهور رئیس بوش په آجندا باندی خبري وکړی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG