لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان منتخب پارلمان پرانېستل شو


په داسی حال کی د پوره دېرشو کلونو نه وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان منتخب پارلمان پرانېستل شو،د امرېکا د جمهوری رېاست مرستېال ډک چېنی او د هغه لور په نوموړو افتتاحی مراسمو کی برخه واخېستله .جمهور رېس حامد کرزي د پارلمان دری سوه ېو پنځوس وکېلانو ته د وفادارئ قسم ورکړ.ښاغلي کرزي ووېل، چه ددی غونډی نه ثابتېږی چه د افغانستان اولس ېو موټی او متفق دی. ددی مراسمو په دوران کی ډېر سخت امنېتی تدبېرونه نېول شوی وو،او دا وېره وه چی گوندی طالبان به ددی مراسمو د اخلالولو لپاره حملی وکړی.د پرانېستلو د مراسمو نه سمدستی د پارلمان غونډه ختمه شوه. د اسېا او اروپا ځېنی استازي هم په دی مرسمو کی د گډون په غرض کابل ته راغلی وو. د افغانستان دا نوی پارلمان، تقرېبا څلور کاله مخکی د امرېکا په مشرئ د طالبانو د حکومت د سقوط نه وروسته جوړشو. په عېن وخت کی د افغانستان حکومتی ماموران واېې چه په کونړ ولاېت کی طالبانو نن دری کسه پولېس په ېوه ناڅاپی حمله کی وژلی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG