لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نن دوشنبه،د ١٣٨۴هجری شمسی کال د قوس په ٢٩ د افغانستان ملی شورا پرانستل شوه


نن د افغانستان د نوی پارلمان د اولی غونډی دپاره په کابل کی ډیرکلک امنیتی بندوبست شوی ؤاو خلک د ډیری مودی نه وروسته، ددی ازاد انتخاب شوی پارلمان نه ډیری تمی لری. په کال یودپاسه دوه زرم کی چه د متحده ایالاتو په مشرۍ د طالبانو رژیم سقوط وکړ، د هغی راهیسی په افغانستان کی د ډموکراسۍ د ټینگولودپاره د پارلمان تشکیل د متحده ایالاتودکوشش یوه مهمه برخه ده. د متحده ایالاتوپه مالی لگښت په کابل کی د ډموکراسۍ د ملی ادارۍ ریس پیټرې دی متروف، وایی، د افغانستان پارلمان په دی ملک د سیاسی چوکاټ د جوړیدویوه اساسی ستنه ده. یوواری چه د یوه چوکاټ پښی په ځمکه خښی شی، یبا ودانۍ ورباندی جوړیدی شی اوغیرله هغی ودانۍ نشی جوړیدی. د افغانستان په پارلمان کی ولسی جرگه ٢۴٩ څوکۍ لری اود مشرانو په جرگه کی١٠٢ څوکۍ دی. په ولسی جرگه کی د ښځوونډه څلورمه برخه ده. په افغانسان کی دغه راغلی ډموکراسی لا هم بیخی کمزوری ده. د پارلمانن په دریوکی قریب دوه برخی هغه جنگ سالاران دی چه ځان ته پوځونه او ملیشی لری اوپه ځنوخو یی دا شک راځی چه د مخدره موادو په قاچاق اوغیرقانونی تجارت کی هم لاس لری.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG