لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو یو پخوانی  قوماندان وایی چی دوه سوو نه زیات سرتیری جنگیالی لری


په افغانستان کی د طالبانو د ړنگ شوی رژیم یو قوماندان ملا داد الله ویلی دی چی ده سره دوه سوه نه زیات داسی جنگیالی شته چی د امریکا او د ایتلاف د قواو په ضد سر تیری حملی وکړی.

د ایسوسیټیډ پریس خبری اژانس سره د یکشنبی په ورځ د یو نامعلوم ځای نه د سټلایټ تیلی فون د لاری د مرکی په وخت ملا داد ا ویلی دی چی د دی خبری هیڅ امکان نشته چی دده د جنگیالیو او د امریکا په ملاتړ جوړ شوی د جمهورریس حامد کرزی د حکومت ترمنځ روغه جوړه وشی

بلخوا د افغانستان د دفاع د وزارت یو نطاق جنرال محمد ظاهر عظیمی د طالبانو دا وینا بی اساسه او پروپاگند بللی ده. جنرال عظیمی ویلی دی چی د افغانستان امنیتی قوی دومره توان لری چی ددغو کمزورو او تت او پرک یاغی ډلو مقابله وکړی.

په دی نیزدو میاشتو کی د دافغانستان په جنوب او شرق کی د امریکا په مشرئ قواو خلاف د سرتیرو حملو شدت زیات شویدی . په دغو منطقو کی امریکایی عسکر د طالبانو او القایده د غړو پسی لټون کوی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG