لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان یوې محکمې د طالبانو یو قوماندان په غیاب کی محاکمه کړی دی


د پاکستان یوې محکمې د طالبانو په یوه غټ قوماندان باندی په دې تور چی په ٢٠٠۴ کال کی یې د یوه تندروه پاکستانی ملا د وژلو کوشش کړی و ، په غیاب کی د عمری بند سزا را ایستلې ده . مامورین وایی چی په کوټه کی یوې محکمې پرون د ملا داداله په باب چی ویل کیږی په افغانستان کی کوم ځای پټ دی خپله فیصله اعلان کړه .

هغه په دې ملزم سوی چی امر یې کړی و چی د بلوچستان د ایالت د پارلمان وکیل مولانا محمد خان شیراني دی ووژل سی . ښاغلئ شیراني که څه هم چی د طالبانو د طرفدار ‏(‎ جمعیت علمای اسلام ائتلاف ‏)‎ غړی دی مگر د طالبانو په ځینو اعمالو باندی انتقادونه کوی .

دغي محکمې دغه راز په درو افغانانو باندی چی هغوی هم پټ گرځی او په دوو پاکستانیانو باندی چی په دې قضیه کی په لاس درلودلو تورن دي هم د عمری قید سزاگاني را ایستلي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG