د افغانستان په هلمند ولایت کی وسله والو کسانو د یوی خیریه موسیسی غړئ د جومات دننه د مانځه په وخت ویشتلی او وژل شویدی.
د هلمند چارواکی وایی چی دغه افغان کارمند د بنگله دیش د یوی موسیسی سره کار کولو دا په تیرو څو میاشتو کی څویم ځل دی چی په افغانستان کی داسی پیښی کیږی،
د افغانستان جنوبی او شرقی برخی د داسی پیښو مرکزونه گنل کیږی، چرته چی د امریکا په مشرئ د ایتلاف عسکر د طالبانو او د القایده د غړو پسی لټون کوی