لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دالقاعدی مرستیال دبمباری په وخت کې موجود نه ؤ


پاکستان هغه هوائې حمله غندلی ده چې دښځو او ماشومانو په شمول اته لس تنه پکې وژل شویدی .

دغه حمله په قبائلی سیمه کې چې دافغانستان سره گډ سرحد لری شویده. دامریکا خبری آژانسونو دامریکا داستخباراتو دمرکزی اداری ثی.ای. ای.دیوې منبع په قول چې نوم ئې ندی ښودلی،وویل، د ثی.ای.ای. ددغې حملی هدف الظواهری ؤ.

دامریکا یاپاکستان حکومتونو دغه رپوټونه ندی تائید کړی چې وائې، دغې حملی هدف الظواهری ؤ. لیکن دپاکستان مامورینو ویلی دی چې دالقاعدی دترورستی شبکی دوهم نمبر مشر دبمباری په وخت کې دډمه ډوله په کلی کې نه ؤ.

پاکستان دامریکا سفیر ته ددغې حملی په باره کې احتجاج لیک ورکړیدی . عینی شاهدان وائې، لږترلږه پنځه زره کسه ددغه کلی مخی ته راټول شوی ؤ چې ددغې حملی په خلاف احتجاج وکړی . دپاکستان مامورینو مظاهره چیانوته ډاډ ورکړچې دجمعی دورځی په څیر پیښی به بیا نه واقع کیږی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG