لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کیدای شی چی د مرغانو انفلونزا په راتلونکو میاشتو کی افریقا او اروپا ته خپره شی


ملگرو ملتونو خبر داری ورکړی چی د مرغانو د انفلونزا ویروس یا مکروب به ښایی په څو راتلونکو میاشتو کی افریقا او اروپا ته خپور شی . د ملگرو ملتونو د خوداکی موادو او د کرهنی اداره وایی دا وایروس ترکیی ته رسیدلی دی او کیدای شی چی دهغه هیواد نه د مرغانو او خلکو په تگ را تگ نورو ملکونو ته هم خپور شی . د ‏(‎ اف ای او ‏)‎ لوړ رتبه مامور ‏(‎دیود هارچریک ‏)‎ وایی په افریقا کی هیوادونه پدی برخه کی خاصی پاملرنی ته اړتیا لری. هغه خبر داری ورکړ او ویی ویل چی د افریقا د بی وزلو هیوادو په شان چی لوگه او غربت پکی عام دی دد ی مرض عواقب ډیر شدید او خطرناکه وی . د مرغانو د انفلونزا بیل نور ډولونه پر انسانانو باندی اثر نه کوی او خطر نه لری خو د ‏(‎اچ فایف ان ای دا ویروس په دوه و تیرو کلونو کی تر اوسه پوری اویا تنه وژلی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG