لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایران دیته چمتو دی چی په روسیه کی یوارانیم غنی کی


د روسیی د انرژی یو لوړ رتبه مامور وایی ایران دیته چمتو دی چی د روسیی د هغه وړاندیز په باب مفصلو خبرو ته کینی چی غواړی په روسیه کی د تهران دپاره یوارانیم غنی کی . سرگی کرینکو‏‎ د روسیی د اتمی انرژی د اداری ریس نن د روسیی جمهور ریس ولادیمیر پوتین سره د ملاقات په وخت په تلویزیون کی دا اعلامیه خپره کړه.

کرینکو وایی په څو راتلونکو ورځو کی به د ایران نه مامورین ددی پلان په باب د خبرو دپاره مسکو ته ورشی .

د روسیی ددی وړاندیز نه چی غواړی د ایران دپاره یورانیم په روسیی کی غنی کی هدف دادی چی د نړیوالی ټولنی هغه اندیښنه ختمه شی چی وایی ایران غواړی د بریښنا د انرژی د تولید په پلمی په پټه د غنی شویو یوارنیمو نه ذروی وسلی جوړی کړی.

متحده ایالاتو او اروپایی اتحاد د روسیی ددی وړاندیز ملاتړ کړی تر څو د ایران د ذروی پروگرام دا جنجال ختم شی .

متحده ایالات تل په ایران تور لگوی چی دذروی وسلو د جوړولو په لټه کی دی خو تهران هم تل پدی ټیمگار کوی چی ذروی پروگرام یی یوازی او یوازی د سوله ایزو مقاصدو دپاره د ی.

XS
SM
MD
LG