لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین په جنوب غربي ایالت شیوان کي یوه ښځه د چرگانو والگي وژلې ده


د چین څخه رارسېدلي رپورتونه وایي جنوب غربي ایالت شیوان کي یوه ښځه د چرگانو والگي وژلې ده. دا په چین کي د چرگانو د ناروغۍ اومه قرباني ده.

د چین د عامه روغتیا وزیر د دوشنبې په ورځ وویل دا نهه وېشت کلنه میرمن لسم کس وو چي د چرگانو په خطرناکه میکروب یا اېچ پنځه این یو اخته شوې وه.

د چهارشنبې په ورځ، د اندونیزیا د عامه روغتیا مامورینوویلي وو چي محلي معایناتو دا ښودلي وو چي په جاکارتا کي د چرگانو یوه پلورنکي دغه خطرناکه میکروب درلود.

په اندونیزیا کي، د نړیوالي روغتیایې موسسې چارواکي وایي دوی غواړي چي په دغو بازارونو کي د نظافت چاري نوري هم بهتري کړي څو ددغه راز امراضو مخه ونیسي.

د جمعې په ورځ به مهاجرو د کمپونو او د برما پر سرحد باندي د پرتو مهاجرو د ټولنو مامورین د محلي او بسپنه ورکونکو سره په ټایلنډ کي د چرگانو د والگي د مخنیوي په غرض سره وگوري.

د کال ٢٠٠٣ راهیسي، د چرگانو والگي، په شرقي اسیا او ترکیې کي لږترلږه ٨١ تنه وژلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG