لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دفتح دگوند ټوپک والاؤ مظاهره کړیده


د فتح د گوند ټوپک والا د فلسطېن د پارلېمان پرودانی ختلی دی او هوایی ډزې ېې کړېدی. هغوی د فتح د مشر استعفی غوښتی ده. دغه ټوپک والا په دې باندې په غوسه وو چې په انتخاباتو کې په ارېانوونکې توگه ناکام سول. د فلسطېن پارلېمانی انتخابات د حماس سر تېرې ډلې وگټل . د فتح ټوپک والاو شعارونه ورکول چې دوی به د حماس تر مشرۍ لاندې حکومت کې برخه وانخلی. رپو ټ وایی چې ېو شمېر ټوپک والا وروسته د د فلسطېن د حکومت ېعنی د محمود عباس دفتر ته ورنېژدی سول خو د ځانی تلفاتو رپوټ ندی ورکړل شوی. په عېن حال کې د حماس معتبر مشروايي په پارلېماني انتخاباتوکې له ستر بري نه وروسته به د فلسطېن سرتېرې ډله نه ځان بې وسلې وکړي او نه به د اسراېېلو پر خلاف خپلې پالېسۍ بدلې کړې.خالــد مشعل نن د شنبې په ورځ د سورېې په پاېتخت دمشق کې په خپله قرارگاه کې ووېل د حماس ډله او د فلسطېن خلک به په سېاسی چارو او د اصلاْحاتو په راوستلو کې دومره مهم او موثر وي څومره چې داسرائېلو پرخلاف په جگړه کې موثر دي. هغه د نړېوالو داگواښونه هم رد کړل چې وایی مرستې به پرې بندې کړي. هغه ووېل د فلسطېن خلک له خوږ گوتې نه نسي نېول کېدلې. د حماس گوند چې د فتح گوند ته ېې په انتخاباتو کې د چارشنبی په ورځ ماتې ورکړه د اسراېېلو پر خلاف ېې په دې وروستېو کلونو کې د څو ځان وژونکېو برېدونو ادعا کړېده او دالوړه ېې کړېده چې ېهودی دولت به خرابوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG