لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نن په هرات کی د شیعه او سنیانو تر منځ جگړی شوی دی


نن په هرات کی د شیعه او مسلمانانو تر منځ په جگړو کی لږ ت رلږه ٥ کسه وژل شوی او پنځوس تنه نور زخمی شوی دی.

پولیس وایی چی جگړه اول په دغه ښار کی د مهاجرو په یوه کمپ کید یوی کمکی دعوی په سر پروع شوه او بیا په ټول ښار کی چی د ایران سره په سرحدی سیمه کی واقع دی خپره شوه . د هرات نه رسیدلی رپوټونه وایی چی مسجدونو ته اورونه اچول شوی او د دواړو فرقو تر منځ سختی جگړی شوی دی.

په افغانستان کی سنیان غټ اکثریت دی .

په هرات کی د سنیانو او شیعه گانو تر منځ دی جگړو د شیعه گانو له خوا د عاشورا د ورځی نمانځل وځنډول.

یو رپوټ چی لا تایید شوی نه دی وایی چی جگړه هغه وخت شروع شوه چی یوی ډلی سنیانو په شیعه گانو باندی ملامتی واچوله چی ددوی مقدس بیرغ یی څیری کړی دی.

XS
SM
MD
LG