د اندونیزیا د روغتیا مامورین وایی چی د طبی معایناتو نه ښکاری چی په هغه ملک کی په یوه سیمه کی دوی ښځی د مرغانو د انفلونزا په مرض اخته شوی دی .
ددغو ښځو په روغتون کی علاج شوی دی.
د نړی د روغتیا سازمان تر اوسه لا ددی خبر تایید ندی کړی .
تر اوسه پوری په اندونیزیا کی ٢٣ تنه پدی ناروغی اخته شوی دی او اوه تنه پکی مړه شوی دی. له بلی خوا پرون د اول وار دپاره دا تایید شوه چی د مرغانو د تبی ناروغی نایجیریا ته هم رسیدلی ده.
په پاریس کی دیره د نړی د حیواناتو د ناروغیو سازمان وایی چی دی ناروغی په نایجیریا کی ۴٠ زره چرگوړی وژلی دی ، مگر تر اوسه په هغه ملک کی کوم څوک دی ناروغی ندی نیولی. د ٢٠٠٣ یم کال راهیسی د مرغانو په انفلونزا په جنوب ختیځه اسیا ، چین او ترکیه کی ٨٨ کسه مړه شویدی.