لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مامورین وایي دوه نیپالیان د کابل په ښار کي برمته شوي دي


هغوي نن د یکشنبې په ورځ وویل دغه دوه نیپالیان د شنبې په ورځ سهار وختي د کابل د ښار په مرکزي برخه کي کار ته روان وو چي خلکو په زوره موټر ته واچول. ویل کېږي چي دغه سړي تښتونکي ښایي مسلح وو.

افغاني چارواکو وویل تر اوسه پوري د سړي تښتونکو سره تماس ندي نیول شوي، او د برمته شویو کسانو سرنوشت او احوال هم معلوم ندي. دا چارواکي وایي دا کار ښایي د جنایتکارانو وي، او یا د حکومت د افراطي مخالفانو.

د تېر مې د میاشتي راهیسي، کله چي د یوې مرستندوې موسسې یو ایټالوی کارکونکی غلو او جنایتکارانو د درو هفتو لپاره برمته کړي وو، او وروسته بیا روغ رمټ خوشي شو، دا په کابل کي د یرغمل نیولو دوهمه پېښه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG