لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نیمروز په ولایت کې  مرگ ژوبله


افغان مامورین وایی مشکوکو یاغی طالبانو د نیمروز د ولایت په یوی لری پرته سیمه کی پر یوی امنیتی پوستی باندی ‏حمله کړیده یو افغان پولیس پکی وژل شوی دی او څلور تنه نور ژوبل شوی دی.

د نیمروز والی غلام دستگیر ازاد وایی دا حمله چهار شنبی پنځوسو شپیتو مسلحو کسانو وکړه.

هغه وویل د ډزو په ځای د پاتی شویو بوټانو ، جامو او وینو نه داسی ښکاری چی په حمله کونکو کی ز‏خمی شوی او یا وژل شوی دی.

همدارنگه د چهار شنبی په ورځ د حکومت د طرفداری ملیشی دوه تنه غړی هم د غزنی د ولایت په یوه لری پرته سیمه کی د رموت کنترول د بم په ذریعه ووژل شول چی پړه یی پر یاغی طالبانو باندی اچول شوی ده.

په عین وخت کی یوه ایتالیوی دیپلومات وویل د ایتالیی د مرستی رسونی اداری دوه تنه خیریه کارکونکی د کابل د ښار په یوه محفوظه سیمه کی چی څارنه یی هم کیده ، د خوب په ځای کی مړه موندل شوی دی .داس یویل کیږی چی د گازو لیک د هغوی د مرگ سبب گرځیدلای وی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG