لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا جمهور رئیس نن د هند او پاکستان په سفر وزي


ښاغلئ بوش اول په نوي ډهلي کې ښکته کېږي. هلته امریکایي او هندي مامو رین لگیا دي خبرې کوي چې هند د امریکا نه د غیر پوځي مقاصدو دپاره اتومي تېکنالوژي واخلي. ددې معاملې یو شرط دادئ چې هند باید موافقه وکړي چې دخپلې ملکي اتومي تېکنالوژۍ دروازې د امریکا تفتیش ته خلا صې کړي.

دهند او امریکا دواړو مامورینو هیله څرگنده کړې چې هند ته د امریکا د جمهور رئیس د رسېدو نه مخکېپدې برخه کې موافقه تر لا سه شي. مگر دوی دا خبره هم کوي چې که تردې وخته موافقه آماده هم نشي، په دفاعي او تجارتي غوندې ساحو کې به په همکاریو او سترا تیژیکو روابطو باندې خبرې وشي. انتظار کېږي چې ښاغلئ بوش د کشمېر د مسئلې په حل باندې ټینگار وکړي.

په بمبئي کې چې نن سبا په ممبۍ هم مشهوره ده له زرو نه زیاتو مسلمانانو نن د بوش دسفر پر خلا ف اعتراضي غونډې وکړې. د هند چپي گوندونو هم د مظاهرو بندوبستونه کړیدي.

انتظار کېږي چې ښاغلئ بوش په اسلا م آبادکې د تېرورېزم پر خلا ف جنگ او پاکستان او افغانستان په روابطو او کشمیر په جنجال تاکید وکړي. جمهور رئیس بوش ویلي غواړي د پاکستان خلکو ته دا خبره ثابته کړي چې د پاستان او امریکا تر روابط د تېرورېزم سره له جنگ نه زیات پاخه بنیادونه لري.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG