لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکایانو حمله


په افغانستان کې امریکایي مقامات وایی چې ائتلافي قواوو یوولس تنه دهغو جنگیالیو په گمان نیولي چې په یوه حمله کې يې څلور تنه امریکایان وژلي دي. امریکایي پیاده قوه چې د هېلېکوپترو او اې سي یو سل او یو دېرش ډوله جنگي الوتکو ملا تړ ور سره ؤ د کنړ د پېچ دره په هغو یاغیانو پسې ولټوله چې په پرونۍ حمله کې یې لاس لاره.

ائتلافي قواوې په افغانستان کې د طالبانو د بغاوت سره مخامخ دي او دغه راز په جنوب او ختیځ کې په القاعده پسې گرزي.

په څو تېرو هفتو کې په ائتلافي قواوو او حکومتي تاسیساتو باندې حملې زیاتې شوېدي.

XS
SM
MD
LG