لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو په یوې حملې کي دوه تنه پولیسان وژل شوي دي


افغان مامورین وايي د افغانستان په جنوبي سیمه کي د مظنونو طالبانو په یوې حملې کي لږترلږه دوه پولیسان او دوه کسه افراطیان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت نطاق، یوسف ستانېزی، وایي د کندهار د ولایت د میوند د اولسوالۍ د یکشنبې د ورځي تر نښتي وروسته د څلورو پولیسانو درک ورک شوي دي. هغه وویل دا جگړه د پولیسو پر یوې پوستې باندي د طالبانو تر حملې وروسته پیل شوه.

دغه حمله په هغه سیمه کي پېښه شوه چیري چي د جمعې په ورځ د سړک د غاړي د بم په یوې چاودنه کي نهه تنه پولیسان وژل شول وو. دا انفجار هغه وخت پېښ شو کله چي پولیسو غوښتل د هغو څلورو برمته شویو البانیایانو مړي انتقال کړي چي یوه هفته پخوا مشکوکو طالب یاغیانو یرغمل کړي وه.

په یوې بلي جلا پېښي کي، د غزني د ولایت د پخواني والي، جان محمد چي په قاري بابا یې شهرت درلود، د وژلو ملامتي پر یاغي طالبانو باندي اچول شوې ده. د شنبې د ورځي په حمله کي، د قاري بابا د محافظ په گډون درې نور کسان هم وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG