لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یاغیانو څلور پولیسان وژلي


د افغانستنان په جنوب کی د روغتون مامورین وایی مظنونو طالب یاغیانو، چی پر موټرسایکلونو سپاره وه، د پولیسو پر یوه پوسته باندی حمله کړې ده، پنځه تنه پولیسان یې وژلي دي او درې تنه یې زخمیان کړي دي.

په دغه روغتون کی یو ډاکټر وایی دغه پېښه پرون د کندهار د ښار په شاوخوا کی سوې ده .

ضمنا د هلمند په ولایت کی یوه طالب، چی ځان یې د یوه مسافر په څېر جوړ کړی اوگواکی د شپې د تېر دپاره په ځای پسی گرځېدی، څلور تنه پولیس وروسته له هغه ووژل چی ډوډۍ یې له هغوی سره وخوړه.

مڅلی مامورین وایی دغه حمله کونکي پولیس وروسته له هغه وویشتل او ووژل چی هغوی په خوب ویده سول.

دغه راز طالب یاغاینو د هلمند په ولاتی کی د شنبې په ورځ هغو څلورو لاریو موټرونوته اورونه واچول چی د ایتلاف قواو ته یې مواد رسول. محلی مقامات وایی ددغو لاریو موټروانانو ته تاوان نه دی رسېدلی.

په هغه سیمه کی تاوتریخوالی زیات سوی دی او طالبانو ویلي دي چی د خارجی او افغانی پوځیانو پر ضد به د پسرلی عملیاتو ته زور ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG