لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کی یو ترکئ انجینیر وژل شوی دی


د افغانستان یو ولایتی چارواکی وایی چی مظنونو طالب یاغیانو د هیواد په لویدیز کی یو ترکئ انجینیر وژلی دی.

د نیمروز والی غلام دستگیر ازاد ویلی دی چی دا پیښه د فراه ولایت د پولی سره نیزدی د یکشنبی په ورځ هغه وخت وشوه چی کله دغه ترکی انجینیر د خپلو دریو محافظانو سره په موټر کی روان و.

نوموړی والی ویلی دی چی مسلحو طالبانو د دوی موټر ودروو . ترکئ کارمند یی د موټر نه راکش کړو ،په گولیو یی ویشتلو او بیا دده جسد ته یی اور ورته کړو.

ده دا هم وویل چی حمله کونکو د ترکی انجینیر ساتونکو ته څه نه دی ویلی او وسلو د اخیستو نه پس یی خوشی کړیدی.

دا په دی یوه هفته کی دویم ځل دی چی افغانستان کی خارجی کارمندان د داسی سرنوشت سره مخ کیږی، تیره سه شنبه په قندهار ولایت کی د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی دوه خارجی او دری افغان کاریگر مړه شوی وو. محلی مامورین وایی دغو دریو خارجیانو د یو امریکایی امنیتی شرکت سره کار کولو چی وظیفه یی خارجی قراردادیانو ته امینت برابرول دی.


ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG