لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غزني ولایت د استخباراتو ریس وژل شوي دی


افغان چارواکي وایي مظنونو طالب یاغیانو د غزني په ولایت کي د هغه ځای د استخباراتو ریس چي خپل کار ته روان وو ویشتلی او وژلی دی.

د غزني د ولایت د پولیسو سر مامور، جنرال عبدالرحمان سرجنگ، وايي عبدالحکیم نن سهار د چهارشنبې په ورځ څلورو اسلامي افراطیانو چي پر موټرگاټ سپاره وه ووېشت او مړ یې کړ. هغه وویل پولیسو پر دغو حملو کونکو باندي ډزي پیل کړې او یو حمله کونکی یې گرفتاره کړ.

ښاغلي عبدالحکیم د استخباراتو دوهم ریس دی چي پدې تېرو دوو ورځو کي وژل کېږي. د سې شنبې په ورځ، یوه مسلح سړی د نیمروز د ولایت د استخباراتو ریس وواژه.

دغه راز، د سې شنبې په ورځ، د هلمند په ولایت کي، افغان امنیتي عسکرو هغه څلور طالب یاغیان ووژل چي غوښتل یې د مخدره موادو د پولیس پر ضد یو ماین ښخ کړي.

د هغه وخت راهیسي چي طالبانو د سپرلي په موسم کي د خارجي او افغاني قواو پرخلاف د جنگ ژمنه کړې ده په افغانستان کي تشدد او مرگ ژوبله مخ پر زیاتېدو ده.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG