لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ د یاغیانو د پټیدو په یو ځای باندی حمله کړې او شپږ کسه یې وژلي دي


د پاکستان اردو وایی چی د افغانستان سره سرحد ته نژدې یې د مشکوکو یاغیانو د پټیدو یو ځای تباه کړی او لږ تر لږه شپږ یاغیان یې وژلي دي .

د پاکستان د اردو یوه نطاق جنرال شوکت سلطان وویل چی د پوځ هلیکوپترو په شمالی وزیرستان کی د نگر په کلي کی دا حمله وکړه . هغه د مطبوعاتو هغه رپوټ تایید نه کړ چی وایی په دې حمله کی د القاعده یو غټ تروریست چی اصلا مصری او محسن موسی متولی عطوه نومیږی وژل سوی دی ، مگر هغه وویل چی په مړو کی خارجي مبارزین هم شامل وو .

محلی مامورین وایی چی عطوه ددې حملې اصلی هدف و . د هغه دنیولو هڅي په ١٩٩٨ کال کی په ختیځه افریقا کی د امریکا په دوو سفارتونوکی د بمونو د چاودنو په ارتباط رواني وې او امریکا د دې کار د پاره پنځه ملیون ډالره انعام ایښی و .


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG