لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکايي قواوو په افغانستان کي یو مظنون سرتېری وواژه


افغان مامورین وايي د امریکا تر مشرۍ لاندي ایتلافي قواوو یو مظنون سرتېری بم چاونکی پداسي حال کي وواژه چي غوښتل یې پر یوه پوځي کاروان باندي حمله وکړي.

افغان چارواکي وايي ایتلافي قواوو نن د چهارشنبې په ورځ د ننگرهار په ولایت کي یو سړی تر خپلي حملې مخکي ووېشت او وې واژه.

ددې هفتې په سرکي، د کنړ په ولایت کي، افغان او ایتلافي عسکرو پنځه مشکوک یاغي طالبان هغه ځای کي ووژل چي د امریکا په قیادت قواوو تېره هفته ستر عملیات پکې کړي وو

د غره د زمري په نامه عملیاتو کي څه د پاسه ٢٥ سوو عسکرو برخه اخېستې وه چي هدف یې د یاغیانو د فعالیتونو مخنیوی وو.

پدې وروستیو میاشتو کي، د طالبانو د پخواني رژیم پلویانو د خارجي او افغاني قواوو پر خلاف خپلي حملې زیاتي کړي دي. د طالبانو رژیم په کال ٢٠٠١ کي د متحده ایالاتو له اشغال څخه وروسته ړنگ سو.

XS
SM
MD
LG