لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان سرحد ته څېرمه په قبایلي سیمه کي اوه پاکستاني عسکر وژل سوي دي


پاکستاني مقامات وايي د افغانستان سرحد ته څېرمه په قبایلي ناکراره سیمه کي د پنجشنبې په ورځ د طالب افراطیانو په یوې حملې کي لږترلږه اوه عسکر وژل سوي دي.

پاکستاني مامورین وايي پدې څو تېرو میاشتو کي دا تر ټولو لویه مرگانۍ حمله وه چي پدغه ناکراره منطقه کي وسوه.

دغو افراطیانو د پنجشنبې په ورځ سهار وختي په شمالي وزیرستان کي دافغانستان سرحد ته څېرمه پر پاکستاني عسکرو برېد ښخ کړ.

د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال شوکت سلطان، وایي پر دغو عسکرو هغه وخت یرغل وسو چي دوي د غرنۍ سیمي په یوه کلي کي تېرېدل.

دغو اشرارو چي په کورونو کي پټ وو پرامنیتي قواوو باندي ډزي پیل کړې، او اوه تنه عسکر یې ووژل او دوه وېشت نور یې ټپیان کړل.

هغه وايي سمدستي عسکرو زوروره تعرضي حمله پیل کړه او لږترلږه پنځه افراطیان یې وژول.

محلي خلک وايي په سلهاوو عسکرو ددغي سیمي د لوی ښارگوټی میرام شاه په شاوخوا کي په دغو افراطیانو پسې لټون پېل کړی دی او په عېن زمان کي هیلکوپترونه اسمان څاري، او د سیمي له پاسه پروازونه کوي.

د پاکستان پوځ پدې سیمه کي د طالب یاغیانو د پلویانو او د القاعده د افراطیانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي. مگر اوس دا اندېښنه راولاړه سوې ده چي پوځي عملیات محلي خلک په قهر کړي دي او همدې کار د یاغیانو لپاره نورملاتړهم ایجاد کړی دی.

پدې وروستیو نښتو کي څه د پاسه ٢٥٠ کسان وژل سوي دي چي د عسکرو په شمول څو کسه ښځي او ماشومان هم پکي شامل دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG