لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په جنگ جگړو کی ١٣ کسه وژل شوي دي


په افغانستان کی د سړک د غاړي په بم چاودنه ، د پولیسو په یوه سټېشن باندی د طالبانو په حمله او همداراز د امریکا په مشري د قواو په هوایی حمله کی ١٣ کسه وژل شوي دي .

پرون د کنړ په ولایت کی څلور افغان عسکر د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی هغه وخت ووژل سول چی د امریکایی قواو سره یوځای یې په یاغیانو باندی نظامی عملیات کول .

دغه راز پرون د کابل په مرکز کی دوه راکټه ولویدل چی درې تنه یې زخمیان کړل . چا څه نه دي ویلي چی دا د چا کار و .

لدینه یوه ورځ مخکی د هلمند د ولایت په لښکرگاه کی د امریکاپه مشري د قواو په هوایی حمله کی درې مشکوک طالبان ووژل سول .

یو بل خبر وایی کله چی یاغي طالبانو په کندهار کی د پولیسو د تلاشي په یوې پوستې باندی حمله وکړه نو د توپکو په جگړه کی پنځه یاغیان او یو پولیس ووژل سول .

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG