لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمرغانو دوالگی مرض ورو ورو په افغانستان کې خپریږی


په افغانستان کې دملگرو ملتونو یوماموروائې چې ‏(‎ ایچ پنځه این یو‏)‎ ویروس دهیواد په څلورم ولایت کې هم پیدا شویدی او څرگندوی چې لدی نه داسی ښکاری، دمرغانو دغه وژنکی مکروب ورو ورو په هېواد کې خپریږی .

دملگرو ملتونو دخوراک او کرهڼی دمؤسسی نطاق اسداله اظهری وائې چې دایټالې په لابراتوارکې د کاپیسا دولایت مړه چرگان معاینه شوی وو.دهغو دمعاینو نه داسی نخښی نښانی څرگندی شویدی چې د دغه ولایت په چرگانو کې دا ویروس شته دی .

ایچ پنځه این یو ویروس لاپخوا په کابل کې او په ختیځو ولایتونو ننگرهاراو لوگر کې کشف شویدی.

دملگرو ملتونو ماموروائې ، داسی گمان کیږی چې دوه نورو ولایتونو لغمان او پروان ته هم دغه ویروس رسیدلی دی مگر پدی ارتباط نورو معاینو ته ضرورت دی .

دغه ماموروائې ، دملگرو ملتونو دخوارک او کرهڼی مؤسسه دافغان مقاماتو دهغو کوښښونو ملاتړ کوی چې غواړی په ټول هیواد کې دمرغانو دمرض کلکه څارنه وکړی .

په افغانستان کې تراوسه ددی رپوټ ندی ورکړل شوی چې گوندی دمرغانو دوالگی مرض دی انسانانو ته خپور شوی وی .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG