لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند او پاکستان موافقه وکړه چي د کشمېر د سرحد پر امتداد باندي به نوي پوځي پوستې نه اچوي


هند او پاکستان موافقه وکړه چي د کشمېر د سرحد پر امتداد باندي به نوي پوځي پوستې نه اچوي، مگر لدې سیمي څخه د درنو وسلو د ایستلو له وړاندیز سره یې موافقه ونه کړه.

دا د اسلام اباد د هغه یوه ورځني ملاقات نتیجه ده چي دواړو ذره وي طاقتونو د اعتماد د ټینگولو په غرض وکړ.

د پاکستان د هیت مشر، طارق عثمان حیدر، وویل پاکستان د کشمیر له سیمي څخه د ټولو هغو درنو وسلو چي د میل خوله یې له ١٢٠ میلي متره څخه غټه وي، د ایستلو پشنهاد وکړ. مگر د هندي هیت مشر، ډیلیپ سینا، ونه غوښتل چي پردې وړاندیز باندي غور وکړي. هغه وویل دا د هند ملي حق دی چي چیري خپل قواوي ځای پرځای کوي.

دا ملاقاتونه د دواړو ملکونو تر منیځ د سولي د عملیې یوه برخه تشکیلوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG