لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان په ختیځ کې یوهلیکپټرغورځیدلی دی


یوامریکائې هلیکپټر پرون ناوخته دافغانستان په ختیځ غورځیدلی دی . په دغه هلیکپټر کې لس امریکائې سپاره وو او لس واړه مړه شویدی .

دامریکا پوځی ماموران وائې، دغه هلیکپټر پرون ناوخته د کنړپه ولایت کې دعملیاتو په وخت کې راوغورځیده . داهلیکپټر دکابل ختیځ پلوته په دوه سوه څلویښت کیلومتری کې چې د پاکستان له سرحد نه دومره لیری ندی، غورځیدلی دی .

دپوځ نطاقه بریدمنه تمارا لارنس وائې ، پدی باره کې تحقیق کیږی چې د دغه هلیکپټردغورځیدو علت معلوم کړی مگر ددی خبری یادول مهم دی چې ددغه هلیکپټر دغورځیدو علت ددښمن کوم عمل یا ډزی ندی .

دا وائې، دلسو عسکرو مړی پیداشویدی .

دتیری میاشتی نه راپدی خوا څه دپاسه دوه زره امریکائې او افغان عسکر دکنړ په ولایت کې عملیات کوی چې هدف ئې القاعده او یاغی طالبان دی .

دیو د پاسه د دوه زرم کال نه راپدی خوا چې دامریکا په مشری د طالبانو رژیم راوپرځول شو ، دا ترټولو پراخ تعرضی عملیات دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG