لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسیا او د ارام سمندر گی  د ملکونو اقتصادی ټولنی غونډه


د اسیا او د ارام سمندر گی د ملکونو اقتصادی ټولنی غونډه دا وخت په ویتنام کی روانه ده. دټولنی غړو ملکونو په شریکه یو داسی سمیه ایز پلان منظور کړیدی چی هدف یی د مارغانو د والگی د خونړی مرض مخه نیول دی. د ٢١ ملکونو دغه اقتصادی ټولنه هیله مندی لری چی د مارغانو د والگی په مقابل کی د دوی دا نوی پلان به دی نه وړاندی چی دا مرض د مارغانو نه پس په میلونو انسانان هم ووژنی او د نړئ اقتصاد ته ستر گواښ متوجی کړی، مخه به یی ونیسی.

د ویتنام نه د امریکا غږ خبریال کی جانسن وایی چی د کال ٢٠٠٣ نه راپه دیخوا د مارغانو د والگی مرض په میلنو مارغان او د سلو نه زیات انسانان وژلی دی . خو ددی تلفاتو سره سره دی مرض په اغیزمن شوو ملکونو کی د خلکو اقتصاد ته هم ستره ضربه رسولی ده .ا و په تیره د چرگانو د کاروباریانو بی حسابه تاوان شویدی.

خو د اسیا اود ارام سمند رگی ملکونه د اقتصادی تاوان نه زیات انسانی زیان ته فکر وړی دی. او د نوی پلان یو کار به دا وی چی غریب ملکونو کی د مارغانو د ساتلو کسب کی نوی تغیرات راشی. لکه د مثال په توگه په ویتنام کی راتلونکو پینځو کالو کی د مارغانو د والگی د مقابلی دپاره ۴٠٠ میلون ډالراټکل شویدی. چی دا پیسی به د نوو وسایلو په اخیستواو د کروندگرو په روزنه مصرفیږی

د مارغانو د والگی د اوسنئ وبا نه وړاندی په کال ١٩١٨ کی همداسی د مارغانو د لاسه خور شوی مرض چی د سپینش فلو په نوم یادیده ، قریب ۴٠ میلونه انسانان تلف شوی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG