لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنوی حل په نامه د تهران او واشنگټن تر منځ د جنجال د حل لپاره ېو وړاندېز


جمهوررئېس جورج بش ته ېو لېک ورلېږلی دی اوپه هغه کې ېې دنوی حل په نامه د تهران او واشنگټن تر منځ د جنجال د حل کولو لپاره ېو وړاندېز کړېدی.

داېران دحکومت نطاق غلام حسېن الهام وایی د اېران مشر دروان جنجال نه دوتلو لپاره د نوو لارو چارو پېشنهاد کړیدی. خو هغه په دې برخه کې نو رتفصېلات ورنکړل او نه ېې په خاص ډول داېران د اټومی پروگرام پر سر جنجال ته کومه اشاره کړېده.

په واشنگټن کې دامرېکا دملی امنېت سلاکار سټېفن هېډلی ددوشبنی په ورځ ناوخته ووېل چه دی داېران دمشر د داسی کوم خط په هکله معلومات نلری. سلاکار هېډلی داېن بی سی په تلوېزېون کې دخبرو پر وخت ېو ځل بېا دامرېکا درېځ تکرار کړ او وې وېل چې اېران دې د ېورانېمو غنی کول په ټپه ودروی او د بش اداره به له خپلو انډېوالو هېوادونو سره په گډه کار وکړی چې دا کار ېقېنا عملی کاندی.

د اېران حکومت وایی د اېران د جمهوررئېس لېک دامرېکا جمهوررئېس جورج بش ته په تهران کې دسوېس د سفارت له لارې ورلېږل شویدی. رپوټ وایی چې له تېرو پېنځو وېشت کلونو نه زېاته موده کې دا اول ځل دی چې داېران ېو جمهوررئېس سپېنی ماڼی ته ېو لېک لېږلی دی.

اېران او امرېکا هغه وخت دېپلوماتېکی اړېکی له ېوبل سره وشلولی چې ېو شمېر سر تېرو د ١٩٧٩ مېلادی کال د نومبر په مېاشت کې په تهران کې دامرېکا سفارت ونېو او پنځوس تنه امرېکاېا ن ېې د ېوکال نه زېاته موده برمته کړی وو.

دامرېکا حکومت دملگروملتونو دامنېت شوری دېته هڅوی چې اېران ته په دی خاطر سر زنش ورکړی چې د ملگرو ملتونو له هغه امرنه ېې سر غړونه کړېده چې وایی خپل اټومی پروگرام بند کړی او په خاصه توگه دېورانېمو غنی کول په ټپه ودروی ځکه کېدلی شی چی د اټومی بم د جوړولو لپاره مواد برابروی.

نن د دوشنبی په ورځ ناوخته به دامنېت دشوری د پنځو غړېو هېوادونو امرېکا ، بر تانېی ، فرانسی، روسېې او چېن خارجه وزېران د جرمنی په شمول په نېوېارک کی ملاقات وکړی او داېران داټومی پروگرام به برخه کې به بحث وکړی.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG