لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برتانیې حکومت غواړی الوتکي تښتونکو افغانانو ته په برتانیه کی د اوسیدو اجازه ورنه کړی


د برتانیې حکومت دا تایید کړې چې د محکمې د هغي فیصلې په مقابل کی به استیناف وغواړی چی یوې ډلي افغاني الوتکي تښتونکو ته په برتانیه کی د اوسیدو حق ورکوی .

د برتانیې د کورنیو چارو وزیر جان ریډ پرون وویل چی حکومت به د عالی محکمې د فیصلې په مقابل کی چی د نهو افغانانو په باره کی یې چی په ٢٠٠٠ کال کی یې برتانیې ته یوه الوتکه تښتولې وه کړې ، د استیناف غوښتنه وکړی

د برتانیې عالی محکمې پرون پرېکړه وکړه چی دغه نهه تنه افغانان په برتانیه کی پاته کیدای شی او هغوی اجازه لری چی کار وکړی او دنورو امتیازاتو نه هم استفاده وکړی .

د عالي محکمې قاضی جیریمی سلیوان حکومت په دې وغانده چی د خپل قدرت نه ناوړه استفاده کوی او دغوافغانا نو ته چی په ٢٠٠۴ کال کی د مهاجرینو یوه هیات هغوی د مهاجرینو په توگه قبول کړي وو ، په برتانیه کی د اوسیدو اجازه نه ورکوی .

قاضی دغه راز د برتانیې د کورنیو چارو وزارت ته دا امرهم وکړ چی ددغو افغانانو قانوني لگښت دی ورکړی .

د برتانیې صدراعظم ټونی بلیر د قاضی دا تور رد کړ او وی ویل چی دا اصلا په عام شعور باندی تیری دی چی حکومت لدینه منع کوی چی الوتکي تښتونکي دی بیرته خپل اصلی ملک ته ولیږی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG