لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چین کی مامورین پدی تور برطرفه شوی دی چی د مرغانو د انفلونزا په  برخه کی لازم اقدامات یی په وخت ونه کړل


د چین په جنوب لویدیځه برخه کی پنځه محلی مامورین له کاره پدی تور برطرفه شوی دی چی تیر کال یی د مرغانو د انفلونزا د ناروغی په برخه کی لازم او سم اقدامات په وخت ونه کړل .

د چین دولتی رادیو وایی دی مامورینو په تیر دسمبر کی د شوان په ولایت کی د مرغانو د انفلونزا په باب رپوټ او خبر مقاماتو ته ور نه کړ.

د مرغانو د انفلونزا مرض په چین کی دوه زره مرغان ووژل او د چین د روغتیایی چارو وزارت بیا د جنوری په میاشت کی په هغه هیواد کی د دی مرض د خپریدو رپوټونه خپاره کړل .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG