لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یاغیانو ستر مشر پاراچندا به د نیپال د حکومت سره د سولی د خبرو مشری په غاړه واخلی


د ماویستو یاغیانومشر وایی د یاغیانو تر ټولو ستر مشر پاراچندا به د حکومت سره د سولی په باب د خبرو مشری په غاړه واخلی .

اسوشیتد پرس د یاغاینو پخوانی قوماندان ماتریکه یادوو له قوله چی نن یی خبریالانو ته وینا کوله ویلی دی چی د سولی داخبری به په کتمندو کی د صدراعظم تیریجا پرساد کورایلا او د کمونیستی ډلو مشرانو تر منځ وشی .

انتقالی دولت ویلی دی چی د سولی خبری به ژر پیل شی خو تر اوسه یی کومه دقیقه نیټه ورته نده ټاکلی .

محلی اژانسونو رپوټ ورکړ چی یاغیانو یو دری کسیز منځگړی هیات ددی خبرو دپاره ټاکلی خو پکی د پاراچندرا نوم پکی ندی شامل.

دا به دریم ځل وی چی دا دوه خواوی غواړی چی د خبرو له لاری دیاغیانو او حکومت تر منځ دا جنجال چی د لسیزو راهیسی روان دی او تر اوسه پوری پکی دیارلس زره تنه وژل شوی دی حل کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG