لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تهران به د اروپایی ټولنی  داستازو هغه نوی غوښتنه رد کړی چې وایی اېران دې خپل اټومی فعالېتونه په ټپه ودروی


داېران جمهوررئېس محمود احمدی نژاد وایی تهران به د اروپایی ټولنی داستازو هغه نوی غوښتنه رد کړی چې وایی اېران دې خپل اټومی فعالېتونه په ټپه ودروی.

نن د ېکشنبې په ورځ داېران جمهوررئېس ښاغلی آحمدی نژاد داېران په تلوېزېون کې ووېل چې په دې اړه به هرډول وړاندېزد اعتبار وړ ونه گڼل سی.

داروپایی اِتحاد دری هېوادونه فرانسه ، جرمنی، برتانېه په دې غور کوی چې اېران ته ېو څه پراخه امتېازات ورکړی او دهغو په مقابل کې له اېران نه دا تضمېن واخلی چې دېورانېمو د غنی کولو کارونه په ټپه ودروی.

که اېران دا وړاندېز رد کړی نوامرېکا اواروپاېان وایی دوی به په دې ټېنگار وکړی چې د اېران مسله د ملگرو ملتونو دامنېت شوری ته دېوی پرېکړی لېک لپاره ولېږل شی او دامکانی بندېزونو گواښ هم کوی.

داروپایی اتحاد خارجه وزېران د دوشنبی په و رځ په برسلز کې غونډه کوی او هلته به دامتېازاتو په وړاندېز باندی غور وکړی. که چېری اېران په ټاکل شوو مادو باندی عمل ونکړی نو په دغه وړاندېز کې سزاگانی هم ذکر شویدی.

په ملگرو ملتونو کې د امنېت د شوری پنځه داېمی غړی او جرمنی به د می په ١٩ نېټه باندی په لندن کې سره ملاقات وکړی او اېران ته به دامتېازاتو په موادو باندی غور وکړی.

اروپاېان او امرېکا په دې عقېده دي چې اېران په پټه باندې اټومی وسلی جوړوي. خو داېران حکومت دا تور هروخت ردوی.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG