لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اته تنه افراطیان د پاکستان عسکرو سره په ډزو کې وژل شویدی


مشکوکو افراطی مسلمانانو دافغانستان او پاکستان دسرحد په دواړو خواو په امنیتی قواو باندی ‏حملی وکړی .

دشمالی وزیرستان په قبائلی سیمه کې مامورین وائې ، نن دمیران شاه ښارگوټی ته نژدی د پاکستانی عسکرو سره د ټوپکو په ډزو کې لږترلږه اته ‏ تنه افراطیان ووژل شول . افراطیانو په یوامنیتی کتار باندی دخرپ او ترپ حمله وکړه او یوعسکر ئې وواژه چې وروسته ورباندی پوځیانو متقابله ډزی وکړی .

مخکې افراطیانو په میران شاه کې دپولیسو دوه صاحب منصبان وویشتل او وی وژل.

په گاونډی افغانستان کې مامورین وائې چې مشکوکو افراطی طالبانو د پاکستان سرحد ته نژدی د پولیسو په یوه تاڼه او په یوحکومتی دفتر باندی ‏حمله وکړه . په دغه حمله کې د پولیسو دوه صاحب منصبان هم ووژل شول . مقامات وائې چې گڼ شمیر طالبان هم وژل شویدی مگر دقیق شمیرئې ندی معلوم .

هغه افراطیان چې د طالبانو او القاعدی سره تړاو لری د افغانستان سره د پاکستان د شمال لویدیځ غرنی سرحد په اوږدو کې له هغه وخت نه راپدی خوا فعال دی چې د امریکا په مشری ائتلاف د یو د پاسه په دوه زرم کال کې د طالبانو رژیم راوپرزاوه .


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG