لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کاناډا غواړی په افغانستان کې د خپلوعسکرو دوره دوه کاله نوره اوږده کړی


کاناډا پدی غورکوی چې په افغانستان کې دخپلو عسکرو موده دوه کاله نوره اوږده کړی .

د کاناډا دعسکرو اوسنی ماموریت د دوه زره اوم کال د فبروری په میاشت کې ختمیږی مگر توقع ده چې د دغه ملک پارلمان دچهارشنبی په ورځ پدی خبری وکړی چې د دوو نورو کلونو پوری په افغانستان کې د خپلو عسکرو موده اوږده کړی.

دکاناډا تقریبآ دوه زره دری سوه ‏عسکر دکندهار په ښار کې دیره دی . په افغانستان کې د کاناډا لږترلږه پنځلس ‏عسکر وژل شویدی چې د یود پاسه د دوه زرم کال د سیپټمبر د میاشتی نه راپدی خوا ئې په افغانستان کې ځای په ځای کول پیل شویدی . د یود پاسه د دوه زرم کال د سیپټمبر په یولسمه نیټه په امریکا باندی ترورستی حملی شوی وی .

د کاناډا څلور عسکر د اپریل د میاشتی په اخرکې د کندهار په شمال کې د سرک د غاړی په چاودنه کې وژل شوی وو. ‏


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG