لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کي د ملگروملتونو پر یوه کاروان باندي د موټربم حمله


نن د چهارشنبې په ورځ، د کندهار په ښار کي د ملگروملتونو یوه کاروان ته نژدې د موټر بم یوه ځان مرگي حمله وشوه چي پخپله حمله کونکې پکې ژول شوی دی. د تلفات په باب سمدستي رپورتونه ندي خپاره شوي.

دا حمله د امریکايي د پوځي مقاماتو د هغو تبصرو څخه وروسته کېږي چي وايي د امریکا په قیادت ایتلافي قواو د اورزگان په ولایت کي د دوشنبې په ورځ په یوې هوایي حمله کي څلور افراطیان ووژل.

نظامي مامورین وايي ایتلافي قواو له ترصد څخه وروسته پر هغه افراطي ډلي باندي حمله وکړه چي د خود په کلي کي د یاغیانو په کمپ کي سره راغونډ شوي وو.

چارواکي وايي پدې عملیاتو کي د ملکي کسانو د ژوبل کېدو رپورت ندی ورکړه شوی.

طالب یاغیان په منظمه توگه پر افغان حکومت او ایتلافي قواو باندي حتي په ملکي ساحو کي هم حملې کوي، مگر زیاتره تشدد او مرگ ژوبله د افغانستان په جنوب او جنوب شرقي سیمو کي پېښېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG