لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی ایران ته تللی دی


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزئ ایران ته تللی چی د خپل ملک د پاره د ایران زیاته پانگه ترلاسه کړی .

هغه ایران ته د درو ورځو د سفر په لړ کی تهران ته رسیدلی او د جمهور رئیس محمود احمدی نژاد او نورو غټو مشرانو سره به وگوری . ویل کیږی هغه به په افغانستان کی د پانگي اچولو ، دوه اړخیزي همکارۍ او په داسی نورو چارو کی څو قراردادونه لاسلیک کړی .

چارواکي وایی چی د دواړو خواوو د خبرو ډیره مهمه موضوع به د دوه اړخیزو روابطو ټینگول وی .

د ایران رسمی خبری آژانس پرون وویل چی په دې خبرو کی به د ایران د ذروی پروگرام د لانجې په حلولو کی د ایران او امریکا تر منځ د افغانستان د منځگړ توب موضوع شامله نه وی .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت نطاق حامد رضا آصفی دغه آژانس ته وویل چی افغانستان په دې باب چی منځگړتوب به کوی څه نه دي ویلی .


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG