لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د موسمی ورښتونو او سختو بادونو له امله په هند کی دری پنځوس تنه وژل شوی دی


هندی مقامات وایی چی د تیری اونی را هیسی د موسمی ورښتونو او سختو بادونو له امله په ټول هند کی دری پنځوس تنه وژل شوی دی.

دا موسمی ورښتونه د ټاکلی وخت نه مخکی پیل شول چی له امله یی ودانیو ته تاوان رسیدلی دی او په لویدیځو او جنوبی برخو کی یی خلک دیته مجبور کړی چی خپل کورونه پری دی او پناه ځایونو ته ورشی .

د اسوسیتد پرس خبری اژانس وایی چی د هغه هیواد په مهم او مشهور تفریحی ، تجارتی ښار مومبای کی محلی ترانسپورتی سیستم بیرته په کار پیل کړی دی .

د پنجشنبی په ورځ د اورگاډی سیستم د سخت باران لا امله وځنډید. په ځینو برخو کی د بریښنا د نشتوالی رپوټونه هم خپاره شوی دی. په ښار کی د یوه دیوال د چپه کیدو له امله اولس تنه زخمی شوی دی .

XS
SM
MD
LG