لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کي د پوځ پر یوه کتار باندي حمله


پاکستاني مقامات وايي د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کي افراطیانو د پوځ پر یوه کتار باندي حمله کړېده. پدې حمله کي دوه عسکر وژل شوي او دوه نور ټپي شوي دي.

پاکستاني مقامات وايي دا حمله نن د یکشنبې په ورځ د میران شاه ښارگوټي ته څېرمه وشوه. دا ښارگوټی د افغانستان سرحد ته نژدې پروت دی.

پاکستاني عسکرو ددغو افراطیانو جواب په ډزو ورکړ، او هم یې پدې سیمه کي د مظنونو افراطیانو پر ټپو ځایونو باندي د توپ لرونکي هیلکوپټرونو څخه کار اخېستی دی. د یاغیانو د تلفاتو په باره کي هیڅ رپورت ندی ورکړه شوی.

پدې وروستیو میاشتو کي، قبایلي افراطیان چي د طالبانو ملگري دي په منظمه توگه د پاکستاني قواو پر ضد حملې زیاتي کړي دي. پاکستان پدې سیمه کي د قبایلي افراطیانو او د هغوي د خارجي ملگرو د پیدا کولو او وژلو په مقصد ٨٠ زره عسکر اچولي دي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG